چين به له پاکستان سره د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د چټکتيا لپاره هڅې وکړي
CMG2022/04/15 09:04:38
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په څوارلسمه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته تر سره کړه.   د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شريف په اسلام اباد کې د چین له شارژدافير سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، چې پاکستان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان  د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف يادې څرګندونې وستايلې او رضايت يې وښود او ويې ويل، چې چين او پاکستان هر اړخیز ستراتيژيک همکاران دي او يو له بل سره يې د وروڼو په څېر اړيکې پاللې دي. چين به تل له ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکو کې پاکستان ته لومړيتوب ورکړي او د دې هېواد له سمسورتيا او قوت څخه به ټينګ ملاتړ وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې چين غواړي د پاکستان له نوي حکومت سره د بېلا بېلو کچو تګ راتګ د زياتوالي، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلیز د ابادۍ او په نوې زمانې کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د چټکولو لپاره ګډې هڅې وکړي، ترڅو دواړه هېوادونه او خلک يې ترې ګټې واخلي.