د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نړیوال وجهي صندوق مشرې
کریستلینا ګیورګیوا د اپریل په ۱۴مه نېټه وویل، چې د روسیې او اوکراین د کړکیچ له
امله د نړیوال اقتصاد بیا احیا پر وړاندې ډېرې ستونزې راپورته شوي دي او د هغو ۱۴۳
اقتصادونو د سږني اقتصادي زیاتوالي وړاندوینه به راولويږي، چې د نړیوال اقتصاد په
عمومي اندازې کې ۸۶ برخه نیسي..
نوموړې په همدې ورځ د یاد صندوق او نړیوال بانک
تر پسرلنۍ ناستې مخکې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې وویل، چې اوسمهال د نړیوال
اقتصاد پر وړاندې ډېرې ننګونې موجودې دي، کرونا وبا د نړۍ پر اقتصاد بد سیوری غوړلی
او لا هم په ګردې نړۍ کې خپرېږي او اوس د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکیچ هم راپورته
شوی، چې له امله یې نړیوال اقتصاد ته سخت زیانونه رسيدلي دي.
(هیله)