د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو چارو څانګې د اپرېل په ۱۴مه نېټه د چين او منځنۍ اسيا د سياسي ګوندونو انلاين سيمينار ترسره کړی او د قزاقيستان، قيرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان د ۲۰ سياسي ګوندونو مشرانو پکې ويډيويي ويناوې کړې دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د
بهرنيو چارو څانګې مشر سون تاو ياد سيمينار ته ويلي، چې د چين کمونېست ګوند او د
منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو ګوندونه به د چين او ۵ هېوادونو د مشرانو موافقه ليکونه
پلي کړي او د چين - منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به مثبت رول
ولوبوي.
د چين د شينحيانګ د اويغور په کورواکې سيمې کې د کمونېست ګوند د کميټې
مشر ياد سيمينار ته وويل، چې شينجيانګ د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د
مرکزي کميټې د ښې لارښوونې په رڼا کې اقتصادي او ټولنيز بې ساري پرمختګونه کړي او د
چين او ۵ هېوادونو د ګوندونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ لپاره به پر له پسې کوښښونه
وکړي.
د منځنۍ اسیا د ۵ هېوادونو ګوندي مشرانو په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا
لرونکې سوسياليستي ټولنې د جوړولو په اړه د شي چين پينګ مفکوره ستايلې او په دې اند
دي، چې دوی به د چين له کمونېست ګوند سره د اړيکو د پرمختګ لپاره کوښښونه
وکړي.
(خبرياله: شکريه)