د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د اپریل په ۱۴مه نېټه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې، د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د شپې تر ۸ بجو او ۳۶ دقیقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۹۴۸ زره ۸۶۵ نوې پېښې زیاتې شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۵۰۰ میلیونو، ۱۸۶ زرو او ۵۲۵ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۴۱۷۵ تنه مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر ۶ میلیونو، ۱۹۰ زرو او ۳۴۹ ته رسېدلی دی. (هیله)