شي جين پينګ د سعودي عربستان له وليعهد سره تليفوني خبرې وکړې
CMG2022/04/15 15:31:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۱۵مې نېټې په سهار د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره تليفوني خبرې وکړې.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې ويلي، چې چين د خپل ملي حاکميت، امنيت او ثبات د ساتنې او له خپلو واقعيتونو سره سم د انکشافې لارې د موندلو لپاره د سعودي عربستان له کوښښونو ملاتړ کوي، چين به د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان او د سعودي د ۲۰۳۰م کال د انکشافي پلان د وصلولو او د انرژۍ، سوداګرۍ او عالي تکنالوژۍ په برخه کې د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ د هڅولو لپاره پر له پسې کوښښونه وکړي.
چين د سعودي د (( زرغون منځني ختيځ )) غوښتنې ملاتړ او د نړيوال پرمختګ په اجنډا کې د سعودي د ګډون هرکلی کوي.

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په خپلو خبرو کې ويلي، چې سعودي د چين نړيوال مقام او له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، د يو چين پېژندنې اصل ته درناوی لري، د شينجيانګ په ګډون ځينو مسئلو کې د چين له دريځ ملاتړ او په کورنيو چارو کې يې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت کوي او د خپلو واقعي حالاتو سره سم د انکشافي لارې د ټاکلو په اړه د بېلا بېلو هېوادونو له حقونو ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړې، چې سعودي به په نړیوالو او سيمه ييزو چارو کې له چين سره همکارۍ پياوړې او د چين له عادلانه دريځ به ملاتړ وکړي او د عرب ليګ، خليج همکارۍ سازمان او چين تر منځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي. (خبرياله: شکريه)