د امريکا د بشري حقونو سرغړونې
CMG2022/04/15 14:29:49
شريکول:

رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د يوې سرچېنې په قول ویلي، چې امریکا د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې یوازې ۵۱۴ اوکرایني کډوال منلي دي.

په مارچ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ سخته جګړه پېل شوې، چې تر دې دمه دوام لري او د کډوالو د لویې څپې لامل ګرځېدلې ده، خو امريکا د يادې جګړې د پېل په درشل کې يوازې ۱۲ اوکراينې کډوال منلي دي.

سپینې ماڼۍ ژمنه کړې، چې تر سلو زرو پورې اوکرایني کډوال به ومني، خو د اوکرايني کډوالو لويې څپې ته په کتو د امريکې ياده شمېره ډېره کمه او يوه کوچنۍ برخه ده.   

فوربس مجلې ويلي، چې اوکراينې کډوال اړتيا لري، چې د ویزې له لارې امریکا ته لاړ شي، خو دا باید ثابته او تضمين ورکړي، چې وروسته به بیا خپل هيواد ته بیا ستنيږي، خو اوکرايني کډوالو ته په اوس وخت کې ډېره ګرانه ده، چې امريکا ته تضمين ورکړي، چې دوی به بیا بېرته خپل هيواد ته ستنيږي، ځکه هيواد کې يې ګرم جنګ روان دی او پای يې هیڅ څرک نه لګيږي.
په میليونونو اوکرانيان په ګردې نړۍ کې خواره واره شوي او د کډوالۍ ژوند ته يې مخه کړې ده، خو په حقیقت کې دوی ټول د امريکا د ګټو قرباني شوي دي.

امريکا  له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په هر لوري جنګونه پيل کړي، چې پکې نه يوازې ګڼ خلک وژل کيږي، بلکې د نړۍ هر ګوټ ته يې د کډوالۍ څپې هم رسولې دي او دغې کړنې يې د ټولو هيوادونو پر اقتصادي پرمختګ او ټولنيز ثبات سختې بدې اغېزې کړې دي.

د یو ایس اې ټوډۍ ورځپاڼې په فبرورۍ کې ويلي وو، چې د امريکې براون پوهنتون د واټسن د نړیوالو او عامه چارو انسټیټیوټ څېړنه ښیي، چې امريکا په تېرو ۲۰ کلونو کې څه د پاسه ۹۲۹ زره خلک د "ترهګرۍ ضد" په نوم جګړو کې وژلي دي. د ویتنام حکومت بیا وايي، چې د ویتنام په جګړه کې شاوخوا دوه ميلیونه عام وګړي وژل شوي دي.

امريکا د کډوالو د "جوړولو" په برخه کې ډېر کار کړی او د بېلګې په توګه يې افغانستان یادولی شو. په ګردې نړۍ کې شاوخوا  ۱۱ میلیونه افغانان کډوال دي، ۳.۵ میلیونه افغانان په کوردننه بې ځایه شوي او نژدې ۲۳ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، چې پکې ۳.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

امريکا په بهر کې د بشري حقونو سخت خراب ریکارډ لري او په کور دننه يې هم د بشري حقونو سرغړونې غیر معمولي ندي، د نژادي تبعیض په ګډون  ډول ډول پیښې یو پر بل پسې پکې رامنځته کېږي او د افريقايي الاصله امريکايي جارج فلويډ د وژلو پیښې هم نړۍ حیرانه کړې ده.

امریکا په بهر کې د بشري حقونو بې شمېره سرغړونې کړې دي.

که تاسو په انټرنیټ کې "د امريکا جنګي جنایتونه" وپلټئ، نو د پايلو اوږد لېستونه به وګورئ، خو دا هم بايد هېر نه کړو، چې ځيني خونړۍ ويډيوګانې او انځورونه ښايي ستاسو په روان بد اغېز وکړي، نو د کمزوري زړونو درلودونکي دې يې له کتلو ډډه وکړي.