د شن جو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ به په نږدې وخت کې ځمکې ته ستانه شي
CMG2022/04/15 11:04:05
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د فضايي چارو دفتر د اپریل په ۱۴مه نېټه ویلي، چې د شن جو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ ټولې ټاکلې دندې بشپړې کړي او په نږدې وخت کې به د فضايي سټېشن له مرکزي برخې څخه د ځمکې پر لور حرکت وکړي او د دونګ فنګ په نوم سیمې کې به ښکته شي. 
د شن جو ۱۳م نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلو ځمکې ته د راتګ لپاره ټولې تیاریانې نیولي او د دونګ فنګ سیمې او د پروژې اړوند سیستمونه د ستورمزلو د هر کلي لپاره په چمتوالي بوخت دي. (هیله)