امریکا بشري حقونه د سیاست ښه وسیله بولي
CMG2022/04/15 11:08:03
شريکول:

په امريکا کې د اپریل ۱۲مه نېټه د ډزو ډېره سخته پېښه وشوه، چې له امله یې ټول امريکايان ډېر سخت درديدلي دي.
په يادې پېښې کې، چې د نیویارک ښار د مټرو په بروکلین سټېشن کې رامنځته شوه، د یوه ماشوم او د یوې ۲۸ کلنې امید لرونکې مېرمنې په شمول څه باندې ۲۰ تنه مسافر ووژل شول.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې هممهاله تش په نوم د ۲۰۲۱م کال د بشري حقونو راپور خپور کړی او د نړۍ په نږدې ۲۰۰ هېوادونو کې د بشري حقونو پر حالاتو يې نیوکې کړې دي.
 امریکا هر کال دغه تش په نوم راپور خپروي او يوازېنۍ موخه يې دا ده، چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې وکړي او له همدې لارې خپله زورواکي وساتي.
 د واشنګټن سیاستوال د نړۍ بشري حقونه د سیاست او زورواکۍ ښه وسیله بولي. 
امریکې نه یوازې په عراق، افغانستان او سوریې کې جګړې راپارولي، بلکې اوس یې په ختيځې اروپا او بارګن سيمې کې هم رنګين انقلاب لمسولی او د بشري حقونو په پلمه يې په ډېرو سیمو کې شخړې راپورته کړې دي.
امريکايي سیاستوالو د خپلو ګټو په موخه په ګردې نړۍ کې بشري ناورينونه جوړ کړي دي. (هیله)