شي جين پينګ د ون چانګ د سپوږمکۍ توغولو له مرکز څخه ليدنه وکړه
CMG2022/04/15 10:49:53
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۲مه نېټه د ون چانګ د سپوږمکۍ توغولو له مرکز څخه ليدنه وکړه او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د مرکزي پوځي کميټې په استازيتوب يې کارکوونکو ته نيکې هيلې وړاندې کړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د چين د فضايي چارو کارکوونکي بايد نوښت وکړي او په نړيواله کچه دې د سپوږمکۍ توغولو مرکز جوړ کړي.

 (خبرياله: شکريه)