افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو جنګي جرمونه کله حسابېږي؟
CMG2022/04/16 11:59:57
شريکول:

استراليايي خبري رسنۍ ای بي سي خبر ورکړی، چې په افغانستان کې استراليايي ځواکونو جنګي جرمونه کړي دي، خو يوه افسر ته يې هم مجازات نه دي ورکړل شوي. د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو قوماندان له۲۱ افسرانو څخه له تجربو د درس اخېستلو غوښتنه کړې او ۱۷ نور عسکر يې له ارزښتونو سره غيرمطابق بللي او عسکري خدمت يې بند کړی دی. دغه راز هغو لوړپوړو افسرانو ته، چې جنګي جرمونه یې کړي، ديسيپليني سزا يې لغوه کړې او دليل يې په ګوته  کړی، چې اړونده پلټنه لاهم روانه ده او ثابتول يې ښايي څو نورو کلونو ته هم اړتيا ولري.  

له دې وړاندې هغه خبرونه ډېر خپاره شوي، چې وايي په افغانستان کې استراليايي ځواکونو په قصدي توګه ملکي افغانان وژلي دي. استراليا په ۲۰۲۰م کال کې يو راپور، چې د څلور کلنو تحقيقاتو په اساس جوړ شوی و، خپور کړی، چې له مخې يې د دغه هېواد پوځيانو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ په افغانستان کې د خپل ماموريت پر مهال په خورا بې رحمانه توګه ۳۹ ملکي افغانان وژلي دي، چې پکې دوه کلن ماشوم هم شامل دی.

د استراليايي پوځيانو ظالمانه کړنو د نړيوالې ټولنې سخت غبرګونونه راپارولي دي. سياسي شنونکي عبدالجبار اکبري سي اېم جي ته وويل، چې په افغانستان کې مجرمينو بهرنیو ځواکونو ته بايد قانوني سزا ورکړل شي، خو تراوسه پورې دغه قضيه نه ده محکوم شوې. بهرني ځواکونه وايي، چې دوی افغانستان ته له مصيبتو د افغانانو د ژغورلو او ترهګرو ته د صدمې رسولو لپاره راغلي، خو افسوس چې دوی افغانانو ته ښه نتيجه نه ده رسولې، بلکې جنګي جرمونه يې کړي، بې ګناه ملکيان يې وژلي او د توغنديو په وسيله يې د خلکو کورونه ويجاړ کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې استراليا يوازينی هېواد نه دی، چې پوځیانو يې په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي، د دغه هېواد نږدې ملګري متحده امريکا د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو نورو ځایونو کې هم جنګي جرمونه کړي دي. په افغانستان کې تېره شل کلنه جګړه د همدغه هیواد له لوري پيل شوې او افغانان يې ډېر ځپلي دي.

نړيوالې جنايي محکمې د ۲۰۲۰م کال په مارچ کې په لومړي ځل خپلو څارنوالو ته صلاحيت ورکړی، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه تحقيقات وکړي، خو امريکا سمدستي د تحقيقاتو د مخنيوي لپاره د بندیزونو خبرداری ورکړی دی. د دغه هېواد د وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰م کال په جون کې د يادې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي او سفري بنديزونه اعلان کړي او ورپسې يې نور دوه قاضيان د بنديزونو په ليست کې اضافه کړي دي، خو ۷۲ هېوادونو پر نړيوالې جنايي محکمې د امريکا یادو بنديزونو ته په غبرګون کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او پدې سره يې له نړيوالې جنايي محکمې خپل ملاتړ او د امریکا له بنديزونو سره مخالفت څرګند کړي ‌دي. د خندا وړ ده چې په دغو ۷۲ هېوادونو کې د استراليا په ګډون د امريکې يو شمېر ملګري هېوادونه هم شامل دي.

لويدیځ هېوادونه هميشه د ديموکراسۍ او بشري حقونو شعار پورته کوي، خو ګڼ شمېر حقيقتونو بيا بيا د دغو هېوادونو دوه ګوني معيار او رضاکارانه څېره افشا کړې او نړيوالو ته يې خبرداری ورکړی، چې د دغو هېوادونو جنګي جرمونه باید حساب کړي او نړيوال عدالت دې په ګډه وساتي.

ليکوال: زرینه؛ د سي اېم جي خبرياله