د شنجو ديارلسم نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ بېرته راستنوونکی کابين په برياليتوب سره پر ځمکې ښکته شو
CMG2022/04/16 12:27:42
شريکول:

 

د چين د شنجو ديارلسم نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ بېرته راستنوونکی کابين د اپريل د شپاړلسمې نېټې د سهار په نهو بجو او شپږ پنځوسو دقيقو په برياليتوب سره د دغه هېواد د داخلي مغولستان د دونګ فنګ اډې په ټاکلې ناحيه کې ښکته شو.

د شنجو ديارلسم نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په شپاړلسمه نېټه د جيو چيوان د توغنديو ويشتلو له مرکز څخه فضا ته وتوغول شوه او بيا د تيان ګونګ فضايي سټېشن له تيان هه مرکزي برخې سره ونښلول شوه.

ددې بېړۍ دريو ستورمزلو جای جه ګانګ، وانګ يه پينګ او يه ګوانګ فو په تيان هه مرکزي برخه کې ۶ مياشتې تېرې کړې، چې په فضا کې د چيني ستورمزلو د پاتې کېدو وخت د اوږدوالي نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

دوی په دغه موده کې دوه ځلې له بېړۍ نه بهر علمي کړنې او نورې زياتې دندې يې بشپړې کړي. برسېره پر دې، دغو ستورمزلو له فضايي سټېشن څخه په انلاين ډول تنکيو ځوانانو ته ۲ درسونه ورکړي، چې پکې يې په زړه پورې علمي ازموينې تر سره کړي او ځوانانو ته يې د دغو ازموينو علمي اصول ورپېژندلي او د فضايي سټيشن علمي تاسیساتو او هم په فضا کې د دوی د ژوند او چارو په اړه معلومات ورکړي.

د شنجو ديارلسم نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ برياليتوب د چين د فضايي سټېشن د اصلي تکنالوژۍ د ازموينې د بري نښه ده او د چين فضايي سټېشن به په رسمي توګه د ابادۍ مرحلې ته داخل شي.