د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ دستګاه ښکته شوه
CMG2022/04/16 12:10:16
شريکول:

د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ دستګاه د اپريل د ۱۶مې نېټې په سهار د چین د داخلي مغولستان په دو فنګ اډه کې په برياليتوب سره ښکته شوه. ۳ ستورمزلو د ښه روغتیا راپور ورکړ.

د بېجينګ په وخت د ۲۰۲۲م کال د اپريل د ۱۶مې نېټې د سهار په صفر بجې او ۴۴ دقيقو د شن جو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ په برياليتوب سره د فضايي سټېشن له مرکزي برخې څخه جلا شوه. ۳ ستورمزلو د ۱۸۳ ورځو لپاره په فضايي سټېشن کې کار او ژوند وکړ، چې په فضا کې د چيني ستورمزلو د کار او ژوند وخت لپاره نوی ریکارډ جوړ کړ.