امریکا لا هم د دې"سیسټمیک ملي تراژیدۍ" مخه نده نیولې
CMG2022/04/16 14:59:37
شريکول:

د چين د بشري حقونو د څيړنې ټولنې د اپرېل په ۱۵مه نېټه يو څيړنيز راپور خپور کړ، چې عنوان يې دی په امريکا کې د اسيايي الاصله کسانو ضد نژادي تبعيض په پراخه کچه دی کوم، چې د امريکا د نژاد پرستې ټولنې جوهر منعکس کوي. دغه راپور په مفصلو معلوماتو او مثالونو سره په ډاګه کوي، چې اسيايي الاصله امریکایان او نور توکمیز لږکي په ډېرو برخو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو سره مخامخ شوي دي.

    د امریکا د کالیفورنیا ایالت پوهنتون سان برنارډینو د احصایو د يوه څېړنيز مرکز د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې په امريکا کې د اسيايي الاصله کسانو پر وړاندې جرمونه ۱۴۹ سلنه ډېر شوي. د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ ربع کې د امريکا په ۱۵ لویو ښارونو کې د اسيايي الاصله امریکایانو پروړاندې تاوتریخوالی جرمونه د ۲۰۲۰م کال د همدې مودې په پرتله ۱۶۹سلنه زيات شوي دي.

له اسيايي الاصله امریکایانو سره د مقابلې اوسنۍ لړۍ په مستقیم ډول د امریکایي سیاستوالو لخوا د کرونا وبا په اړه د نژاد پرستۍ لاسوهنې له امله رامنځته شوې. د ریښې له نظره، د اسيايي الاصله امريکايانو ضد کرکې او جلاوالي لامل سپين پوستو ته د لومړيتوب ورکولو په بڼه د امريکا توکميز جوړښت او ټولنيزه فضا ده. برسېره پر دې، په دې وروستيو کلونو کې امريکايي سياستوالو د سړې جګړې له ذهنيت څخه پر چين فشار اچولو ته دوام ورکړی، چې د چين او امريکا اړيکې يې نورې هم خرابې کړې او په دغه هېواد کې يې د چيني الاصله کسانو په ګډون ټول اسيايي الاصله کسان له سخت نژادي تبعيض سره مخ کړې دي.