د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۱۵مه نېټه د موريشس له ولسمشر پريسويراجسینګ روپون سره يو بل ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې د مبارکۍ پيغامونه ورکړي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې وویل، چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د چين او موريشس ترمنځ اړيکو سالم او ثابت پرمختګ موندلی دی، دوستي يې ټینګې شوې او همکارۍ يې هم ژورې شوې دي. د کرونا وبا ضد په مبارزه کې د دواړو هېوادونو خلک يو له بل سره مرستې کوي او ترې لرغونې دوستي څرګندېږي.
شي جين پينګ زیاته کړه، چې هغه د چين او موريشس ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، غواړي له ولسمشر روپون سره يو ځای هڅه وکړي، چې همکاري پراخې کړي، ګډ پرمختګ وکړي او د خلکو لپاره ګټې ولټوي.
دغه راز روپون په خپل پيغام کې وويل، چې د ازادې سوداګرۍ تړون د تطبيق له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې ژورې شوې. هيله ده، چې دواړه هېوادونه په راتلونکي کې همکارۍ ټينګې او متقابل اعتماد ژور کړي.