چين په برياليتوب سره د جونګ شينګ 6D نمبر سپوږمکۍ وتوغول
CMG2022/04/16 14:57:40
شريکول:

د بېجينګ پر ځايي وخت د ۲۰۲۲م کال د اپريل د ۱۵مې نېټې د شپې په اتو بجو د چين د شي‌ چانګ د سپوږمکۍ د توغولو له مرکز څخه د CZ-3 راکيټ په وسيله په برياليتوب سره د جونګ شينګ 6D نمبر سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوه او اوس ټاکلي مدار ته ننوتلې ده.

د یادې سپوږمکۍ عمده دنده دا ده،‌ چې په اسیا او ارام سمندر سیمه کې د کارونکو لپاره باوري، ثابت او امنيتي مخابراتي خدمتونه برابر کړي.

دغه توغونه د CZ په نوم د ليږدونکو راکيټونو ۴۱۵ مه توغونه ده.