چين کې د کروندو د ادارې لپاره بې پيلوټه الوتکې کارول کيږي
CRI2022/04/16 09:57:28
شريکول:

چين کې د کروندو د ادارې لپاره بې پيلوټه الوتکې کارول کيږي

پسرلی د کرکلي فصل دی. د چين د هوبۍ ولايت د شيانګ يانګ ښار ځايي بزګر د غنمو د کښت او روزلو لپاره بې پيلوټه الوتکې کاروي. يو کس د يوې بې پيلوټه الوتکې په وسيله کولی شي، چې په يوه ورځ کې د غنمو پر ۳۵ هکتاره کښت د مضرو خزندو ضد درمل وپاشي او دغه چاره يې د غنمو د ښو حاصلاتو سبب کيږي.