د چين فضايي سټېشن د ملګرو ملتونو له خوا (( ستره نمونه )) بلل کيږي
CMG2022/04/17 14:54:44
شريکول:

د اپريل د ۱۶مې ڼېټې د سهار پر لسو بجو، د چين د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې بېړۍ راستنيدونکی کابين په برياليتوب سره پر ځمکې ښکته شول. ۳ چيني ستورمزلو په فضايي مدار کې له ۱۸۳ ورځني کار او ژوند وروسته بېرته ځمکنې کرې ته راستون شول او خپل ۶ مياشتنی فضايي سفر يې پای ته ورساوه. پر ځمکې د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې بېړۍ د بريالي ښکته کېدو شېبه په دې معنی ده، چې چين د فضايي سټېشن د اصلي تکنالوژۍ د ازموينې مرحله بشپړه کړې او له فضا څخه د نړۍ د مشترکاتو په اړه د ملګرو ملتونو پېشنهاد د پوره کېدو په لوري يې يو قدم اخيستی دی.

د يادولو وړ خبر دا دی، چې د شنجو ۱۳م نمبر فضايي بېړۍ يوازې د کمو څو ساعتو په لګولو سره له فضا څخه بېرته ځمکنې کرې ته راستون شوه، چې د تخنيکي نوښت ډېر غښتلی او د حيرانتيا وړ پرمختګ دی.

په تېر نيم کال کې د شنجو ۱۳م نمبر فضايي بېړنۍ په ښه توګه ټولې ټاکلي دندې بشپړې کړي دي. ۳ ستورمزلو ۲ ځلې له بېړۍ نه بهر علمي کړنې تر سره کړي، ګڼ شمېر علمي او تخنيکي څېړنې او ازموينې يې بشپړې کړي، په انلاين ډول يې چيني او بهرنيو ماشومانو او ځوانانو ته درسونه ورکړي او په فضا کې يې د کار او ژوند معلومات خپاره کړي دي.

د نوموړې بېړۍ د الوتنې له پای ته رسيدو وروسته د چين د فضايي سټېشن د ابادۍ مرحله شروع کيږي. دا کار د ساينس او تکنالوژۍ په برخه کې د چينايانو مهمه لاسته راوړنه او هم د فضايي اکتشاف د نوې مرحلې نوی پيل بلل کيږي.

د چين فضايي سټېشن د نړۍ په ورته پروژو کې بې ساری دی، چې د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو ته خلاص دی. د ۱۷ هېوادونو او ۲۳ ارګانونو ۹ پروژې د چين د فضايي سټېشن د علمي ازموينو د لومړۍ جوپه پروژو په لېست کې شاملې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بهرنې فضا د چارو دفتر مسئول سيمونيټا ديپيپو ويلي، چې د چين د فضايي سټېشن ورخلاصون له فضا څخه د نړۍ د مشترکاتو په اړه د ملګرو ملتونو پېشنهاد يوه مهمه برخه ده او هم يوه ستره نمونه ده.