شي جين پينګ په (چيو شه) مجله کې د چين د ټولنيز ضمانت په اړه يوه ليکنه خپره کړه
CMG2022/04/17 14:53:40
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل پر ۱۶مه نېټه په (چيو شه) مجله کې يوه ليکنه خپره کړې، چې عنوان يې دی (( د چين د ټولنيز ضمانت د باکيفيته او دواملرونکي پرمختګ لپاره هڅونې.))

په دغه ليکنه کې ويل شوي، چې ټولنيز تضمين د دولتي ادارې او حکومتولۍ يو مهم کار دی، چې د خلکو د ژوند د تضمين او ښه والي، د ټولنيز عدالت د ساتنې او د خلکو د ګټو د زياتوالي لپاره د نظامونو تامين دی او هم د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د تحريک او خلکو ته د اصلاحاتو د لاسته راوړنو د شریکولو په برخو کې مهم تنظیم دی او د عايداتو د برابر وېش او د اقتصادي چارو د ثبات رول لري. چين به هڅې وکړي، چې د مرستو په چارو کې د ټولنيز تضمين توان لا پياوړی کړي، لا زيات کسان د ټولنيز ضمانت په سيستم کې شامل کړي، د خلکو لپاره لا باوري او بشپړ تضمين برابر کړي، د تولنيز تضمين لا پراخ، عادلانه او دواملرونکی سيستم به جوړ کړي.