د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ بېرته راستنيدونکی کابين د اپريل پر ۱۶مه نېټه د دغه هېواد د داخلي مغولستان په دونګ فنګ اډه کې په برياليتوب سره پر ځمکې ښکته شوه او د ۳ ستورمزلو جای جه ګانګ، وانګ يا پينګ او يه ګوانګ فو د ښه روغتيا حالت تاييد شو. د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ په بريالۍ توګه دنده تر سره کړې ده. بهرنيو کارپوهانو او خبري رسنيو وويل، چې د دغې دندې برياليتوب د چين د فضايي اکتشافي پلان مهم برياليتوب دی او د چين د فضايي سټېشن په دايمي پرمختګ کې ګټور رول لري. دوی هيله وښودل، چې چين د علمي څېړنو او تکنالوژۍ په برخه کې لاسته راوړنې شريکي کړي او له نورو هېوادونو سره يې همکارۍ پياوړې کړي.
د امريکا د فضانوردۍ ويبسايټ خبر ورکړی، چې په فضا کې د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د پاتې کېدو وخت د نورو چيني انسان وړونکو فضايي بېړيو په پرتله زيات دی او وانګ يا پينګ لومړۍ چيني ښځينه ستورمزله ده، چې د فضا په چاپير کې يې ګامونه پورته کړي.
د کينيا د نړيوالو چارو پوه کاوينس ادهيل ويلي، چې چين د يو لوی پرمختيايي هېواد په توګه د فضايي ساينس په برخه کې پرمختګ کړی او پراخ پرمختيايي هېوادونه يې هڅولي دي. چين له افريقايي هېوادونو سره د فضايي پروژو همکارۍ کړي چې له امله يې د افريقايي هېوادونو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ چټک شوي او افريقايانو ته يې د توليد او ژوند ګټې رسولي دي.