د چين په مرسته په مصر کې د واکسين ساتني د عصري يخ ځاي د جوړولو کار پېل شو
CMG2022/04/17 14:32:13
شريکول:

په مصر کې د چين سفارت د اپريل پر ۱۶مه نېټه خبر ورکړ، چې له مصر سره د چين د سينواک تصدۍ هغه مرستندويه پروګرام، چې د واکسين د یخ ګدام جوړول دي، د روانې مياشتې پر ۱۴مه نېټه پيل شوی. په مصر کې د چين سفير لياو لي چيانګ او د مصر د لوړو زده کړو او څيړنې وزير او د عمومي روغتيا سرپرست وزير خالد عبدالغافر په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

غافر وويل، چې د چين د سینواک تصدۍ په مرسته  دغه جوړیدونکو عصري سوړځای به د مصر هغه توان لوړ کړي، چې په خپل هېواد کې واکسين توليد او ذخيره کړي. غافر د چين حکومت او خلکو څخه مننه وکړل، چې د دغه هېواد د روغتيايي چارو د پرمختګ لپاره يې اوږدمهالي مرستې  برابرې کړې.

د ياد يخ ځای مساحت ۲۸ سوه متره مربع دی او په راتلونکي کې به ۱۵۰ میليونه ډوزه واکسین ذخيره کړي.