د چين د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې بېړۍ فضايي سفر
CRI2022/04/17 20:17:23
شريکول:

د چين د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې بېړۍ د اپريل پر ۱۶مه نېټه په برياليتوب سره د دغه هېواد د داخلي مغولستان په دونګ فنګ اډه کې ښکته شوه او د دغې بېړۍ ۳ ستورمزلو د ۱۸۳ ورځني سفر له پای ته رسولو وروسته بېرته ځمکنې کرې ته راستون شول او روغتیايې حالت يې ښه دی.

دغو چيني ستورمزلو د فضايي مزل په موده کې ۲ ځلې له بېړۍ بهر د کړنو دندې تر سره کړي، په انلاين ډول يې ماشومانو او ځوانانو ته ۲ درسونه ورکړي او زيات نوي ريکارډونه يې جوړ کړي دي. راځئ دغه ويډيو وګورئ او د ۳ چيني ستورمزلو دغه په زړه پوري ۶ مياشتني فضايي مزل ته بيا کتنه وکړو!