د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د
اپرېل په ۱۸مه نېټه يوه خبري ناسته ترسره کړه ده.
په يادې خبري ناسته کې د چين د
شمېرنې ملي ادارې وياند فو لينګ هوی ويلي، چې د چین اقتصاد د سږ کال په لومړۍ ربع
کې د بيا سمسورتيا او سالم پرمختګ په حال کې و.
له شمېرنې سره سم، د سږ کال په
لومړۍ ربع کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۲۷۰۱۷ ميليارډو او ۸۰۰ ميليونو
يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ۴.۸ سلنه او د ۲۰۲۱م
کال د څلورمې ربع په نسبت ۴.۸ سلنه زياتوالی ښيي.
(خبرياله: شکريه)