اوکراين به له ختيځې خاورې په شا نه شي
CMG2022/04/18 14:25:14
شريکول:

د اوکراين خبري اژانس د اپريل په ۱۷مه نېټه د دې هيواد د ولسمشر ولاديمير زلنسکي په قول خبر ورکړی، چې دوی به له روسيې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره ختیځه خاوره پرېنږدي.

ولسمشر ولاديمیر زلنسکي د امريکا د سي اېن اېن له خبريال سره هم د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې اوکرايني ځواکونه په دونباس کې له روسي پوځ سره جګړې ته پوره چمتوالی لري او د جنګ لوری به بدل کړي.

نوموړي زياته کړې، چې که څه هم روسي ځواکونه د اوکراين له پلازمېنې کيف او چرنیکوف څخه وتلي، خو دا د دې مانا نه ورکوي، چې روسي ځواکونه به د دونباس تر نيولو وروسته بيا کيف ته داخل نه شي.

ولسمشر ولاديمیر زلنسکي دا هم ويلي، که اوکراين فرصت ولري، نو له روسيې سره به خبرو اترو ته دوام ورکړي، خو که روسيه ورته التيماتوم ورکړي، نو اوکراين به په دغو خبرو اترو کې ګډون و نه کړي.