د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۱۷مه نېټه د فليپين ولسمشر رودریکو ډوتريټ ته په دغه هيواد کې د سخت توپان له امله د خواخوږۍ پيغام ليږلی دی.
شي جين پينګ په دغه پیغام کې ويلي، چې په ډېرې خواشينۍ خبر شوم، چې په فليپين کې د سخت توپان له امله خلکو ته سخت ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي. نوموړي د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب پر دغې طبيعي پېښې ژوره خواشيني ښودلې، له توپان ځپلو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د ځپل شویو کورنیو او ټپیانو ته يې د زړه له کومې تسلیت وړاندې کړی دی.
نوموړي زياته کړې، چې چين به تر خپلې وسې له فليپين سره مرستې وکړي او باور يې ښودلی، چې د ولسمشر ډوتريټ او د فلیپین د حکومت تر مشرۍ لاندې به د ناورین ځپلو سیمو خلک له ناورين ووځي او خپل کورونه به بیا اباد کړي.