د چین ستورمزلي فضا ته د تګ لپاره په تمرینونو بوخت دي
CMG2022/04/18 14:39:55
شريکول:

     د چین شن جو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د اپریل په ۱۶مه نېټه په بریالیتوب ځمکې ته ستانه او په داخلي مغولستان کې ښکته شوه.

دغې بېړۍ په فضا کې خپلې ټولې چارې ترسره کړي، چې په مټ يې د چین د فضايي سټېشن د کليدي ټکنالوژۍ د تائيد مرحله هم بشپړه شوې ده.

چين پلان لري، چې سږ کال د فضايي سټېشن جوړونه بشپړه  او فضا ته د تګ ۶ دندې ترسره کړي او د شن جو د ۱۴م او ۱۵م نمبر انسان وړونکو فضايي بېړیو لپاره یې ستورمزلي ټاکلي او اوس په اړوندو تمرینونو او مهارتونو بوخت دي.

د چین د انسان وړونکو فضايي پروژو د دفتر مدیر هاو چون وویل، چين له ۲۰۲۰م  کال راهیسې فضا ته د5B -CZ بار وړونکي راکټ، د فضايي سټېشن د تیان هه په نوم مرکزي برخې، د شن جو ۱۲م نمبر او ۱۳م نمبر انسان وړونکو فضايي بېړیو او د تیان جو ۲م او ۳م توکو وړونکو فضايي بېړیو په شمول د الوت تګ ۶ دندې په برياليتوب ترسره کړي او  د فضايي سټېشن د کليدي ټکنالوژۍ د تائيد مرحله يې بشپړه کړې او د فضايي سټېشن د جوړونې مرحلې لپاره يې کلک بنسټ اېښودلی دی.

چین به سږ کال د فضايي سټېشن جوړونه بشپړه او د ورتګ نورې ۶ دندې به ترسره کړي او د سږني پلان له مخې به په راتلونکی مۍ کې د تیان جو ۴م نمبر توکي وړونکی فضايي بېړۍ، په جون کې به د شن جو ۱۴م نمبر انسان وړونکې بېړۍ، په جولای کې به د فضايي سټېشن د ون تیان په نوم ازمويښتي برخه او په اکتوبر کې به د مینګ تیان په نوم ازمويښتي برخه فضا ته وتوغوي او ور پسې به فضا ته د تیان جو ۵م نمبر توکي وړونکي بېړۍ او د شن جو ۱۵م انسان وړونکې بېړۍ د توغولو دندې ترسره کړي.

د شن جو ۱۴م او ۱۵م انسان وړونکو فضايي بېړیو ستورمزلي به په فضايي سټېشن کې ۶ میاشتې پاتې شي او د دواړو ډلو ستورمزلي به په لومړي ځل په فضا کې نوبت ترسره کړي.

د مالوماتو له مخې، د چين۶ ستورمزلې به په فضايي سټېشن کې د ۵ – ۱۰ ورځو لپاره يو ځای وي او وروسته به سره جلا او هر ستورمزلی به خپلې چارې ترسره کړي.

 د چین د انسان وړونکې فضايي پروژې د ستورمزلو سیسټم عمومي ډیزاینر او د چین د ستورمزلو د علمي روزنيز مرکز څېړوونکي هوانګ وې فن وايي، چې چين فضا ته د تګ لپاره ستورمزلي ټاکلي او اوس يې چارې عادي روانې دي او په اړوندو روزنو او تمرینونو بوخت دي. نوموړي وویل، چې فضا ته د تګ لپاره يې د ستورمزلو لپاره د ۸ ډولو څه باندې ۲۰۰ تمرینونه طرحه او ترسره کړي او ډا‌ډ يې وښود، ستورمزلي به د مفکورې، بدن، ذهن، پوهنيزې زېرمې او د ماشین چلولو په شمول بېلا بېلو برخو کې د الوت دندې د ترسره کولو توان ولري.   

چین د انسان وړونکې فضايي پروژې د دفتر مدیر هاو چون وویل، چې سږ کال به د چين فضايي سټېشن بشپړ شي او انسان وړونکې پروژه به لس کاله وکاروي او پرمختګونه به ومومي.

هغه وویل، چې د چين اوسنی ابتدايي پلان دا دی، چې هر کال دوه انسان وړونکې بېړۍ او دوه توکي وړونکې بېړۍ فضا ته وتوغوي. ستورمزلي به د اوږدمهال لپاره په فضايي سټېشن کې پاتې شي او هلته به علمي او تخنیکي ازموینې ترسره کړي او فضايي سټېشن به وساتي. چین به د نوي نسل بار وړونکی راکټ او انسان وړونکې بېړۍ جوړه کړي او تر څېړنې لاندې به یې ونيسي.

نوموړي زیاته کړه، چې چین به د سوله ييز استعمال، د ګډو ګټو پر بنسټ او د ګډ پرمختګ د اصولو له مخې د بهرنۍ فضا د استعمال په برخه کې له بېلا بېلو هېوادونو سره ډېرې ژورې تبادلې او همکارۍ وکړي.