د هند د اسام ايالت د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د اپريل په ۱۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه ايالت کې د سختو بارانونو د اورېدو له امله لږ تر لږه څوارلس تنه وژل شوي دي.
ځايي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د اسام ایالت په څو ځايونو کې د روانې میاشتې په ۱۴مې نېټې سخت بارانونه شوي، چې له امله یې په سيمه کې د برېښنا ستنې چپه شوي او ۷ زره کورونه يې ويجاړ کړي دي.
راپورونه وايي، چې په ياد ایالت کې سختو بارانونو شاوخوا ۴۱ زره وګړي سخت زيانمن کړي دي.
د اسام ايالت د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې ويلي، چې په باران ځپلو سيمو کې يې د ژغورنې کارونه پيل کړي دي.