سينهوا اژانس خبر ورکړی، چې د اپريل په ۱۷ مه نېټه د امريکا په پيتسبورګ کې د ډزو پېښه شوې ده.
د امريکا د پيتسبورګ ښار د پوليسو ادارې پېښه تاييد کړې او د ۲ کسانو د وژل کېدو او د ۹ د ټپي کېدو خبر یې ورکړی دی.
راپورونه وايي، چې ياده پېښه په یوې ودانۍ کې په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې هلته شاوخوا ۲۰۰ کسان راغونډ شوي وو.
د مالوماتو له مخې، په يادې پېښې کې ۱۱ کسان زخميان شوي وو، چې ۲ يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.