د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۱م نندارتون انلاين پرانيستل شو
CMG2022/04/18 14:12:32
شريکول:

د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۱م نندارتون د اپريل په ۱۵مه نېټه انلاين پرانيستل شو. دغه نندارتون په لومړي ځل د ۱۹۵۷م کال په اپريل کې تر سره شو، خو اوس د چين سوداګرۍ وزارت او د ګوانګ دونګ ولایتي حکومت له لوري په کال کې دوه ځلې ( پسرلي او مني) په ګوانګ جو ښار کې ترسره کېږي.

دغه نندارتون په چين کې د وارداتو او صادراتو په برخه کې ډېر تاريخي، لویه پيمانه لرونکي او جامع نندارتون په توګه بلل کېږي او په همدې مناسبت په نړۍ کې هم ډېر شهرت لري.

د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۱م نندارتون به په انلاين ډول ترسره شي او لس ورځې به دوام ومومي.

دغه نندارتون په ټوله نړۍ کې ۱۷۰ همکاران لري.

روان نندارتون د چين په دننه او بهر کې د اقتصاد د دوو دورانونو تر عنوان لاندې د انلاين نندارې د صحنې، د توليداتو د برابرولو او اخيستلو د پيوستون او نړيوالې انلاين سوداګرۍ په شمول درې برخې لري.

 نړيوال سوداګر او مشتريان د دغه نندارتون په رسمي ويبپاڼې کې د توليداتو د نندارې، د نړيوالو توليداتو د برابرولو او اخيستلو د معلوماتو، نويو توليداتو، له ګډون کوونکو تصديو او شرکتونو سره د تماس نيولو او مطبوعاتي او خدمتي چارو په شمول رنګارنګ معلومات کتلی شي.

د چين د وارداتو او صادراتو په سږني نندارتون کې څه ناڅه ۲۵ زره چيني او بهرنۍ تصدۍ او شرکتونه ګډون لري.

د چين د بهرنيو سوداګريو مرکز مرستيال شيو بينګ ويلي، چې څه باندې ۲ ميليونه او ۹ لکه توليدات د دغه نندارتون په انلاين صحنه کې نندارې ته ښودل کېږي، چې دغه شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی او په دغو توليداتو کې د نويو توليداتو شمېر ۹۳۰ زرو ته، د ځيرکو توليداتو شمېر ۱۲۰ زرو ته او د کم کاربن ايستونکو توليداتو شمېر ۴۹۰ زرو ته رسېږي.

 دغه راز، په دغو توليداتو کې د هغو توليداتو شمېر له ۲۵۰ زرو څخه اوښتی، چې چيني تصدۍ يې د پوهنې ملکيت حق لري او دغه شمېرې د دغه نندارتون په تاريخ کې بې ساری بلل شوی دی.

چين د توليد او برابرۍ د نړيوال ځنځير د يوې مهمې برخې په توګه د نړيوال اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي.

د چين د وارداتو او صادراتو نندارتون هم د چين په دننه او بهر کې د بازارونو او منابعو د نښلولو لپاره ستر رول لوبوي او د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې چيني او بهرنيو تصديو ته ښه خدمتونه برابروي.