عراق په کور دننه د داعش د پاتې ځواکونو د له منځه وړلو اعلان وکړ
CMG2022/04/18 15:09:54
شريکول:

د عراق حکومت اعلان کړی، چې امنيتي ځواکونو يې د هېواد په دننه کې د داعش د پاتې ځواکونو د له منځه وړلو په عملياتو کې ستر پرمختګونه موندلي او په لېرې غرنيو سيمو کې يې د مهماتو صندوق او پټنځای ويجاړ کړي او څو داعشي مشران يې نيولي دي.

د عراق رسمي خبري اژانس (اې ايم اېن) پر خپلې ويبپاڼې د اپريل په اتلسمه نېټه خبر ورکړی، چې د هېواد امنيتي ځواکونو په دې وروستیو کې د داعش ضد په پوځي عملياتو کې ستر پرمختګونه موندلي دي.

د عراق پوځ د اپريل په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ، چې د کيرکوک ولايت په غرنۍ سيمه کې يې د داعش د مهماتو يو صندوق او پټنځای له منځه وړي دي.

د خبر له مخې د عراق ولسمشر برهم صالح د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه د ملي امنيت له سلاکار قاسم سره د کتنې په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو چارې ستایلي او ويلي يې دي، چې که څه هم امنيتي ځواکونو د داعش څو مشران نيولي، خو دده په ټکو د ترهګرۍ ضد کارونه باید لا نور پياوړي شي.