نړيوالو خبري رسنيو او شخصيتونو د شنجو ۱۳م نمبر د فضايي بېړۍ برياليتوب ستايلی
CMG2022/04/18 15:35:33
شريکول:

د چين د شنجو ۱۳م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د اپريل په ۱۶مه نېټه په برياليتوب ځمکې ته راستانه او د چين په داخلي مغولستان کې ښکته شوه. نړيوالې ټولنې د چين دغه بريالي ګام ته ډېره پاملرنه کړې او بهرنيو خبري رسنيو په دې اړه ډېر خبرونه خپاره کړي دي.

ځينو بهرنيو کاپوهانو له خبريالانو سره مرکو کې د دغې بېړۍ د راستنېدنې په مناسبت چين ته مبارکي ويلې او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د فضانوردۍ همکاريو ته يې تمه ښودلې ده.

د چين د فضايي چارو فرانسوي کارپوه فيليپ کوای د اپريل په ۱۶مه نېټه د سينهوا اژانس له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې د دغې بېړۍ بريالۍ راستنېدنه د چين لاسته راوړنه ده او دا کار به د دغه هېواد د راتلونکو فضايي او علمي چارو په تېره بيا د سپوږمۍ او مريخ د اکتشاف په برخو کې ګټور رول ولوبوي.

د امريکا متقاعد ستورمزلي په دې وروستيو کې د سينهوا اژانس له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې چين په کمې مودې کې د فضايي چارو حيرانتيا وړ پرمختګونه موندلي دي. بېلا بېل هېوادونه بايد خپلمانځي همکارۍ وکړي او په سپوږمۍ کې د علمي څېړنو سټېشن د جوړونې او مريخ ته د انسان د مزل لپاره دې ګډې هڅې وکړي.