پر روسيې له بنديزونو څخه د بريتانويانو ملاتړ کم شوی
CMG2022/04/18 15:10:26
شريکول:

د بريتانيا يوه نوې سروې ښيي،‌ چې په دغه هېواد کې د سون موادو د بيو په لوړېدلو سره، پر روسيې له بنديزونو څخه د بريتانويانو ملاتړ کم شوی دی.

ياده سروې‌ د اپريل په ۱۶مه نېټه خپره شوې، چې له مخې يې په مارچ کې ۵۰ سلنه بريتانويانو له دغو بنديزونو څخه ملاتړ کاوه، خو اوس یوازې ۳۶ سلنه بريتانويان ورڅخه ملاتړ کوي. لامل يې دا ښودل شوی، چې پر روسيې د لوېديځو هېوادونو د بنديزونو له امله د سون توکو بيې لوړې شوې دي.

د کرونا وبا، د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې او پر روسيې د لوېديځو هېوادونو د بنديزونو له امله، په نړۍ کې د ډېرو موادو عرضه کمه شوې ده. په اروپايي ټولنه کې د انرژۍ او خوراکي‌ توکو په شمول د لومړنيو موادو بيې لوړې شوي او هم د خلکو د ژوند لګښت لوړ شوی دی.