ايران: امريکا د اټومی تړون د مذاکراتو د ځنډ پاليسي غوره کړې
CMG2022/04/19 10:17:19
شريکول:

د ايران د بهرنیوچارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اپريل په ۱۸ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د اټومي تړون د مذاکراتو په اړه د ځنډ پاليسي غوره کړې ده، خو په ورته وخت کې یې داهم وويل، چې د دغو مذاکراتو فضا منفي نه ښکاري او د ياد تړون د بيا پيل لپاره يې مساعده زمينه برابره شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې ايران د مهمو موضوعاتو د حل لپاره وړانديزونه کړي، د اروپايي ټولنې له همغږي کوونکي او د بهرنيو عملياتو ادارې له سرمنشي سره يې د نظريو تبادلې کړي او له بريتانيې، چين، فرانسې، روسيې او جرمني له استازو سره يې هم ډېرې هڅې کړي دي او اوس د امريکا غبرګون ته انتظار باسي.