د چين اقتصاد له ډېرو ننګونو سره سره بیا هم ثابت پرمختګ کوي
CMG2022/04/19 12:59:48
شريکول:

د چين شمېرنې ملي ادارې د اپرېل په ۱۸مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د لومړۍ ربعې اقتصادي شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۲۷۰۱۷ ميليارډو او ۸۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دا د توکو د بيو له ثابتوالي سره سم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي. زياتو خبري رسنيو په خپلو راپورنو کې د چين د اقتصادي پرمختګ انډول له اټکل څخه وتلی بللی دی.

د چين اقتصاد په هيواد کې دننه د کرونا وبا د نوې څپې د خپرېدو د ننګونو پر وړاندې او هم د نړۍ د ډېرو پيچيلو حالاتو په درشل کې ۴ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی موندلی، چې دا پرمختګ يادو ستونزو ته په کتو اسانه کار نه بلل کیږي. د لويې پايمانې صنعتي چارو د زياتوالي ارزښت يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶اعشاريه ۵ سلنه، په ثابتو شتمنيو کې د پانګونې اندازه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹اعشاريه ۳ سلنه او د مصرفي توکو د پلور عمومي حجم يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۳سلنه او وارداتي او صادراتي توکو عمومي حجم يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين اقتصاد د سږ کال په لومړۍ ربع کې دواملرونکی پرمختګ کړی او عمومي اقتصادي ګرافونه يې معقول ښودل شوي او نا ثابت نړيوال اقتصاد ته يې ثابتې او مثبتې نښې ورکړې دي.

نړيوال حالات د روان کال له پيل راهيسې ډېر بدل شوي، چې له امله یې د نړيوالو توليداتو بيې د پخوا په پرتله ډېرې لوړې شوې دي.

د چين اقتصاد په داسې سختو حالاتو کې څنګه ثابت پرمختګ کړی؟

د چين حکومت د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلاره غوره کړې، خو په عين وخت کې يې د اقتصادي پرمختګ کارونه هم تنظيم کړي دي. چين د ثابت اقتصاد لپاره د مالياتو او پيسو يو لړ تګلارې غوره کړي او ستونزو لرونکو تصديو او شرکتونو ته يې د ضمانت ځانګړې برخه زياته کړې ده.

د چين تصدۍ او شرکتونه پر نوښت ټينګار لري او د خپلې برترۍ او تفوق پر مټ پرمختګ کوي. د چين د جه جيانګ ولايت يوې تصدۍ د ډيجيټلي کيدو بهير چټک کړی او په لويه فابريکه کې يې يوازې څو کارکوونکي د ماشينونو د چارو حالت څاري او د توليد توان يې څه باندې ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين او امريکا سوداګريزې ټولنې د چين پر اقتصاد باور ښودلی او په تېر مارچ کې يې د چين د ۲۰۲۲م کال د سوداګريز چاپيريال څيړنيز راپور خپور کړی، چې له مخې يې چين د نړۍ ۶۰ سلنه تصديو د پانګونې په دريو مخکښو ځايونو کې ښودل شوی او ۶۶ سلنه نړيوالې تصدۍ پلان لري، چې په چين کې زياتې پانګونې وکړي.

چين د نړيوال توليدي ځنځير د ثابت پرمختګ ساتنه کوي  

د سږ کال په لومړۍ ربعې کې د چين د بهرني تجارت د زياتوالی اندازه له ۱۰ سلنې څخه لوړه وه، په تېرو مسلسلو اوو ربعو کې يې مثبت پرمختګ کړی او د توليد د نړيوال ځنځير د ثابتوالي لپاره يې مهم رول لوبولی دی. د بيلګې په توګه د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۱م نندارتون، چې د چين او نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره يې يو ډګر برابر کړی، یادولی شو.

په دغه نندارتون کې د ۳۲ هېوادونو او سيمو ۴۰۲ تصديو او شرکتونو ګډون کړی او ټولو هوډ ښودلی، چې د چين بازار ته خپل توليدات وړاندې کړي، ځکه د چين بازار لوی او نړيواله بڼه يې خپله کړې ده.

د چين د اقتصاد د عمومي ګرافونو د زياتوالي سرعت د سږ کال له مارچ راهیسې ورو شوی او د اقتصاد د پرمختګ پر وړاندې يې فشارونه زيات شوي دي، خو که د کال پرمختګ ته يې وکتل شي، نو امکان شته، چې د خپل پرمختګ تمايل وساتي؛ ځکه په اوږده راتلونکي کې د چين د اقتصاد د ښه والي لامل نه دی بدل شوی او د پرمختګ توان يې لا هم ستر او ټينګ دی.

 چين ستونزو ته د ماتي ورکولو توان لري او دوامدار پرمختګ به وکړي او د نړيوال اقتصاد ثابت انجن به وګرځي.