د ايټاليا لومړي وزیر ماریو دراګي د اپریل په ۱۸مه د کرونا ټیسټ پایله مثبته ختلې، خو د يادې ناروغۍ سختې نښې نښانې نه لري.
نوموړي پلان درلود، چې د روانې میاشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه له انګولا او کانګو جمهوریت څخه لیدنې وکړي، خو کله چې د ده د کرونا ټېسټ پايله مثبته راغله، نو د هغه پر ځای به د دې هيواد د بهرنیو چارو وزیر او د بیولوژيکي بدلون وزیر د یو پلاوي په مشرۍ له يادو هيوادونو څخه لیدنې وکړي. (هیله)