د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د اپريل په ۱۸ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې نړيوالې همکارۍ د فضايي چارو د پرمختګ له تمايل سره سمون لري او چين خپل فضايي سټېشن ته د بهرنيو ستورمزلو د سفر هرکلی کوي.
ښاغلي وانګ ون بين زیاته کړه، چې چين فضا ته د انسان وړونکو پروژو له پيل راهيسې د سوله ييزې استفادې، مساواتو، ګډو ګټو او ګډ پرمختګ پر اصولو ټينګار کړی او پر دې اساس يې د فرانسې، جرمني، ايټاليا، روسيې، پاکستان، د ملګرو ملتونو د فضايي چارو رياست او د اروپا د فضايي چلند ادارې په ګډون له يو شمېر فضايي ارګانونو او سازمانونو سره د ګډې همکارۍ تړونونه لاسليک کړي، بېلابېلې پروژې يې پيل او پرمختګونه يې ترلاسه کړي دي.