زيليسکي: روسيې پر دونباس بريدونه پيل کړي
CMG2022/04/19 10:51:54
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيليسکي د اپرېل په ۱۸مه نېټه ويلي، چې روسي ځواکونو پر دونباس بريدونه پيل کړي دي.
د اوکراين ملي خبري اژانس خبر ورکړی، چې ولسمشر زيلينسکي د ۱۸مې نېټې په شپه په يوې ويډيويي وينا کې ويلي وو، چې روسيې پر دونباس د حملې لپاره چمتوالی نيولی او ګڼ شمېر سرتيري يې دغې سيمې ته ليږدولي دي
نوموړي په يادې ويډيويي وينا کې باور ښودلی، چې اوکرايني ځواکونه به د روسيې د بريدونو پر وړاندې ټينګ ودريږي او مقابله به یې کوي او د هيواد د خاورو تماميت به وساتي. (خبرياله: شکريه)