په چين کې د فيليپين لوی سفير رومانا د اپريل پر اتلسمه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بينګ د دې خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې د نوموړي پر مړينې ژوره خواشيني څرګنده کړه او و يې ويل، چې سفير رومانا د چيني چارو په اړه د فيليپين کارپوه و او په اوږدې مودې کې يې په چين کې کار او ژوند کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.