سوريه: د امريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف جنګي او بشري جنايتونه کړي
CMG2022/04/19 11:01:20
شريکول:

د سوريې بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنيت شورا رئيس ته پيغام ليږلی او پکې يې ويلي، چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف د سوریې په شمالي رقه ښار کې جنګي او بشري جنايتونه کړي او نړيواله ټولنه يې بايد له پامه ونه غورځوي او تر څېړنو او پلټنو لاندې يې بايد ونيسي.

په دغه پيغام کې ليکل شوي، چې د امريکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د ۲۰۱۷م کال له جون تر اکتوبر د سوريې په شمالي رقه ښار کې پوځي عمليات ترسره کړي، چې له امله يې دغه ښار ډېر ويجاړ شو او زرګونه بې ګناه ملکي سوريايان وژل شوي دي.