د چين د دولت رئيس د جنوبي افريقا ولسمشر ته د خواخوشۍ پيغام وليږه
CMG2022/04/19 18:34:15
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل پر اتلسمه نېټه په جنوبي افريقا کې د سختو سيلابونو په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر سيريل رامافوسا ته د خواخوشۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او په خپل نوم پر وژل شويو کسانو ژور خپګان او د وژل شويو کسانو کورنيو، ټپيانو او سيلاب ځپلو کسانو ته خواخوږي او همدردي څرګنده کړل او باور يې ښودلی، چې د سيلاب ځپل خلک به له ناورين سره په مقابله کې برياليتوب تر لاسه کړي او خپل کورونه به بيا جوړ کړي.