چین: د بیت المقدس وروستی کړکېچ څارو او د حل غوښتنه يې کوو
CMG2022/04/19 10:59:15
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اپریل په ۱۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې چين په بیت المقدس کې روان کړکېچ او وروستی تاوتريخوالی له نږدې څاري او په دې اړه يې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي د بیت المقدس مسئله ډېره حساسه او پيچلې وبلله او پر ښکيلو لوريو يې غږ وکړ، چې د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو له مخې، د بیت المقدس د تاریخ او اوسني حالت درناوی وکړي، سړه سينه دې وساتي او د وضعیت د سختېدو مخه دې ونیسي.
د خبر له مخې، سلګونو فلسطینیانو د اپریل په ۱۵مه نېټه د بیت المقدس په اقصاء جومات کې له اسرائيلي پولیسو سره شخړې کړي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۱۵۲ تنه ټپیان شوي دي.
د اسرائيل لومړي وزیر نفتلي بنيټ ویاند ویلي، چې اسرائيلي پولیسو سلګونه فلسطینیان نیولي دي. د فلسطین بهرنیو چارو وزارت له اسرائيل څخه غوښتي، چې خپل مسؤلیت وپيژني او اړوند دندې دې پر غاړې واخلي. (هیله)