د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش
په دې وروستيو ورځو کې خبري رسنيو ته ويلي، چې ښايي د اوکراين بحران د نړۍ يو
ميليارډ او ۷۰۰ ميليونه نفوس له بيوزلۍ او لوږې سره مخ کړي، چې دغه رقم د نړۍ د
نفوس له يو پر پنځمې برخې هم زيات دی.
نوموړي د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د چک
خبري رسنيو ته ويلي، چې د اوکراين بحران پر پرمختيايي هېوادونو داسې بد سيوری
غوړلی، چې په تېرو لسګونو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.
ګوټريش زیاته کړې،
چې د روسيې او اوکراين د اوربشو او غنمو توليدي اندازه د نړۍ په عمومي اندازې کې ۳۰
سلنه او د جوارو توليدي اندازه يې بيا يو په پنځمه برخه نيسي. (خبرياله:
شکريه)