د ارمنستان صدراعظم له روسيې څخه ليدنه وکړه
CMG2022/04/20 11:30:18
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان د اپريل په ۱۹ مه نېټه روسيې ته تللی او هلته یې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره کتلي دي.

پاشينيان او پوتين په یو لړ سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو خبرې کړي او موافقه یې کړې، چې د روسيې، ارمنستان او اذربايجان تر منځ همکارۍ به ژورې کړي.

د مالوماتو له مخې، دواړو مشرانو په سياسي، اقتصادي او پوځي برخو کې د همکاريو په اړه هم د نظر تبادلې کړي او پر سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو يې خبرې اترې کړې دي.

پوتين د پاشينيان هرکلی کړی، چې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰ کليزې په درشل کې يې له روسیې څخه رسمي ليدنه وکړه.

پاشينيان په خپلو خبرو کې ويلي، چې روسيه د ارمنستان ستراتيژيکه همکاره ده او دواړو هيوادونو د اروپا او اسيا اقتصادي سازمان، د خپلواکو هېوادونو اتحاد او د ګډ امنيتي تړون سازمان کې پراخې همکارۍ کړې دي.