په ملګرو ملتونو کې د چيني ژبې د ورځې په ویاړ د ۲۰۲۲م کال فعاليت تر سره شو
CMG2022/04/20 19:52:37
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چيني ژبې ورځې په مناسبت فعاليت او د چين د مډيا ګروپ د بهرنيو فلمونو او ويډوګانو د دوهمې دورې فېسټيوال د اپريل پر شلمه نېټه په ژنيو کې په برياليتوب تر سره شو. د م م د ژنيو دفتر عمومي مديرې تاديانا والوانا، د چين مډيا ګروپ مشر چن های شيونګ او د م م د ژنيو په دفتر کې د چين استازي چن شو په نوموړي انلاين فعاليت کې ګډون درلود او ويناوې يې وکړې.

اغلې تاديانا والوانا په خپله وينا کې وويل، چې دغه فېسټيوال بهرنيو ځوانانو ته د چين د دوديز کلتور د ورپېژندلو ښه صحنه ده.

د چين مډيا ګروپ مشر چن های شيونګ وويل، چې د م م د چيني ژبې ورځ د ژبو او کلتورونو د متنوعيت او د څواړخيزم د مفکورې د خپرولو فېسټيوال دی. د چين مډيا ګروپ به د فکر، هنر او تکنالوژۍ په پيوستون د رسنيزو طريقو له لارې نړۍ ته د چين د عنعنوي کلتور نوښت او پرمختګ وښوي.