ملګرو ملتونو د چيني ژبې ورځ ولمانځله
CMG2022/04/20 10:59:54
شريکول:

د اپريل ۲۰ مه نېټه د چيني ژبې ورځې سره برابره ده. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي پلاوي، د ملګرو ملتونو په مقر کې د چيني ژبې ترجمې څانګې او د دې سازمان د کارکوونکو د تفريحي شورا د چيني خطاطۍ او انځورونو هنري ټولنې د دې ورځې د لمانځنې لپاره رنګارنګ فعاليتونه ترسره کړل او د ملګرو ملتونو په څواړخيزو ديپلوماتيکو چارو کې يې د چيني ژبې رول وستايه او نړۍ ته يې د چيني ژبې او کلتور جذابيت وښوده.