ای اېم اېف د کمې نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه کړې
CMG2022/04/20 10:57:04
شريکول:

د پيسو نړیوال صندوق ( ای  اېم اېف) د اپريل په ۱۹ مه نېټه د نړيوال اقتصادي لرليد راپور خپور کړی، چې له مخې يې د روان کال په نړیواله اقتصادي وده کې ښايي ٪۳.۶ زیاتوالی راشي او دغه شمېر د جنورۍ تر اټکل ٪۰.۸ کموالی ښيي. 

په ياد راپور کې راغلي، چې د روسيې او اوکراين شخړه او پر روسيې د لویديځو هېوادونو بنديزونه د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د بشري ناورين، د توکو د لوړو بيو، د کارګرو د بازارونو، نړيوالې سوداګرۍ او پولي بازار د پرزېدو سبب ګرځېدلي دي. یو شمېر اقتصادونو د پولي تورم د مخنيوي لپاره بانکي سود لوړ کړی، چې له امله يې سرمايه ګذران کم شوي او پر اقتصادي فعاليتونو محدوديتونه زیات شوي دي. دغه راز ټيټ عايد لرونکي هېوادونه د کرونا ضد واکسين ته لاسرسی نه لري او د کرونا وبا نوې څپې سره مخ شوي دي.

ای اېم اېف په همدغو دليلونو په خپله وړاندوينه کې د روان کال نړیواله اقتصادي وده کمه کړې او دا اټکل يې هم کړی، چې په راتلونکي ۲۰۲۳م کال کې به نړيواله اقتصادي وده ٪۳.۶ زیاته شي.