سي اېم جي د وايس په نوم د چيني ژبې د زده کړې ځانګړی پروګرام خپروي
CMG2022/04/20 15:39:04
شريکول:

 

د اپريل شلمه نېټه د م.م د چيني ژبې له ورځې سره برابره ده. د چين ميډيا ګروپ سي سي ټي وي ـ۱ او د چين ميډيا ګروپ موبایل اپ به په همدې ورځ د وايس(VOICE) په نوم ځانګړی پروګرام خپور کړي او ورسره به د " په زړه پورې چينې ژبې " په نوم فعاليت هم پېل کړي.

د چيني ژبې ادیبان او کارپوهان به د نړۍ په۴۲هېوادونو کې د چیني ژبې د زده کړې له ۱۰۰ مینه والو سره د انټرنېټ له لارې د ژبو کولتور د تنوع، په بهر کې د چيني ژبې د زده کړې او په نړيواله کچه د چيني ژبې د ښوونې د اوسنيو حالاتو او راتلونکې په اړه خپل نظریات او تجربې شریکې کړي.