د ارام سمندر په ټاپوګانو کې د امریکا لمسوونکې کړنې به کار ور نه کړي
CMG2022/04/20 11:32:49
شريکول:

د امریکا سپينې ماڼۍ د اپریل په ۱۸مه نېټه اعلان کړی، چې د دې هيواد د ملي امنیت شورا د هند او ارام سمندر د چارو همغږی کوونکی کورټ کمبیل به په روانې اوونۍ کې د یو پلاوي په مشرۍ د سليمان ټاپو په شمول د ارام سمندر له درېیو ټاپوګانو ليدنې وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د کمبیل د دغې ليدنې یوه عمده موخه دا ده، چې چين تر څار لاندې ونیسي.

چین په دې وروستیو ورځو کې له سلیمان ټاپو سره د امنیتي همکاريو چوکاټي تړون لاسليک کړی، چې له مخې به يې دواړه خواوې د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د ټولنیز نظام، د وګړیو د سر او مال خوندیتوب او د بشردوستۍ مرستو د ساتلو او له طبیعي ناورینونو سره د مقابلې په شمول ځينو برخو کې همکارۍ پېل کړي.

دواړو خواوو دغه همکاریز تړون د نړیوالو مقرراتو پر بنسټ لاسليک کړی او د کومې درېیمې خوا له ګټو سره ټکر نه لري، خو امریکې او استرالیا ډېرې حساسې رويې ښکاره کړي او ياد تړون يې د سیمې لپاره ګواښ بللی دی او پر وړاندې يې تخریبې کړنې ترسره کړې دي.

استراليا څو ځلې سلیمان ټاپو ته لوړپوړي چارواکي ليږلي او اوس د امریکا لوړپوړی چارواکی به هم د يوه پلاوي په مشرۍ له دغه ټاپو څخه ليدنه وکړي.

د امريکې او استراليا ګډه او څرګنده موخه دا ده، چې د چین او سلیمان ټاپو د امنيتي همکاريو مخه ونیسي او د چین او د ارام سمندر ټاپوګانو ترمنځ دوستانه اړیکې ویجاړې کړي.

د ارام سمندر ټاپوګان خپلواک هېوادونه دي، د چا د انګړ برخې نه دي

امريکا او استراليا پخپله د همکارانو د انتخاب حق لري، خو برعکس بیا پر چین د امنیت په پلمه بې ځایه تورونه لګوي او همدغه کړنې يې د زورواکۍ او استعمار څرګندويي کوي.

د سلیمان ټاپو لومړي وزیر مناسې سوګوري پر چین د سیمې د ګواښ تور پورې کول بې ځايه کړنه بللې ده.

سلیمان ټاپو يو خپلواک هېواد دی او له چین سره يې همکاریزې اړيکې ټينګې کړي او چين هم بې له شکه رښتينې مرستې ورسره کړې دي. په سليمان ټاپو کې د تېر کال په نومبر کې تاوتریخوالی راپورته شو او چین د دغه هيواد د حکومت په غوښتنې د پوليسو څو ډلې او لنډمهالي سلاکاران ور وليږل، څو له ځايي پولیسو سره مرستې وکړي او توان او مرال یې لوړ کړي.

د چين او سليمان ټاپو دغو همکاریزو کړنو فعاله پایله تر لاسه کړې او چين د سلیمان ټاپو د حکومت او خلکو باور خپل کړی دی.

امريکې د سليمان ټاپو کړکېچ له پامه غورځولی او هيڅ پاملرنه يې ورته نه ده کړې، خو چې کله چين ورته د مرستې لاس ورکړ، نو امريکې یې اړيکو ته بل رنګ ورکړ.

امريکا ۲۹ کاله په سلیمان ټاپو کې خپل سفارت تړلی و، خو چې کله د روان کال په فبرورۍ کې، د چین او سلیمان سياسي اړیکې شوې، نو امریکا هم په دغه هېواد کې خپل سفارت بیا پرانیست.

امريکا اوس غواړي، سلیمان ټاپو ته یو پلاوی وليږي، خو پوښتنه دا ده، چې ایا امريکا دغه ټاپو ته رښتيا هم پاملرنه کوي او که نورې موخې لري؟
 نړیوال ډېر ښه پوهېږي

امریکا په حقیقت کې د سلیمان ټاپو امنیت او پرمختګ ته هېڅ پاملرنه نه کوي، بلکې غواړي د چین ضد د ستراتيژۍ او د ډله ییزې مقابلې وسیلې په توګه ترې کار واخلي.

د سلیمان ټاپو په شمول د ارام سمندر ټاپوګان پر چین باور لري او خپلې اړيکې به ورسره پالي، خو دغو ټاپوګانو ته د کورټ کمبیل د سفر تر شا پټې موخې پرتې دي، ځکه امريکا شوم نيت لري، خو بريالۍ به نه شي.