چين: امريکا بايد د فضايي سولې مسئوليت پر غاړه واخلي
CMG2022/04/20 11:08:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د اپريل په ۱۹ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې هيله وښودله، چې امريکا په عمل کې د لوی هېواد په توګه خپل مسئوليت رعايت کړي، په فضايي چارو کې خپلو ناوړو کړووړو ته دې بيا کتنه وکړي، د وسلو کمښت په پلمه دې خپل پوځي موجوديت نه پراخوي، په فضا کې د وسلو کمښت د خبرو اترو پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي او د فضايي سولې او خونديتوب لپاره دې مثبت رول ولوبوي.

د امریکا د ولسمشر مرستيالې کماله هاريس د فضايي ځواکونو له اډې د ليدنې پر مهال اعلان کړی، چې هېواد به يې د سپوږمکۍ ضد وسلو ازموينې بندې کړي. سپينې ماڼې هم په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چین او روسيې شوې ازموينې غندلي او ويلي يې دي، چې د دغه ډول ازموينو مننوعيت بايد نړيوال معيار وګرځي.