شي جين پينګ به د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۲کال کلنۍ غونډې پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2022/04/20 11:31:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اپريل په ۲۱ مه نېټه په انلاين ډول د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۲ کال کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.

په ياده غونډه کې به د اسرائيلو، مغولستان، نيپال، فليپين، قزاقستان او لاوس په شمول د ځينو بهرنيو هېوادونو مشران او د نړيوال پولي صندوق په شمول د نړيوالو سازمانونو مسئولين په انلاين ډول ګډون ولري.