د جي۷، اروپايي ټولنې او ناټو مشرانو د اوکراين پر وضعيت خبرې وکړې
CMG2022/04/20 11:08:29
شريکول:

د اوو هېوادونو ډلې(G7)، اروپايي ټولنې او ناټو مشرانو د اپريل په ۱۹ مه نېټه په يوه انلاين غونډه کې د اوکراين د وضعيت په اړه خبرې کړي او ويلي يې دي، چې روسيه او اوکراين دې ژر اوربند وکړي او نړيواله ټولنه دې پر روسيې زيات بنديزونه ولګوي. دوی يوځل بيا هغه ژمنه تکرار کړې، چې د انرژۍ نورې سرچينې به ولټوي او د روسيې پر انرژۍ به خپله تکیه کمه کړي.

د ايټاليې صدراعظمۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه غونډه کې د ايټاليې صدراعظم، د امريکا ولسمشر، د بريتانيې لومړي وزير، د کاناډا صدراعظم، د فرانسې ولسمشر، د جرمني صدراعظم، د جاپان لومړي وزير، د اروپايي شورا او اروپايي ټولنې رئيسانو، د ناټو سرمنشي، د پولنډ او رومانيا ولسمشرانو ګډون کړی و.